سویسي ورځپانه: افغانستا ن دوینود ډک دوبۍ په درشل کی شپی ورځی تیره وی !
عزيزاحمد خوارمل عزيزاحمد خوارمل


((نوی زوریخرسایتونګ)) د۲۰۰۵ میلادی کال دجون په یوویشتمه ۲۱نیټه د سویس خپرونه المانی ژبی ورځپانه ولیکل :افغانستان دطالبانودمنځه وړلو وروسته ترڅلوروکلونونه دیودوینوډک د دوبۍ په درشل کی شپی ورځی تیره وي اوهمدارنګه دغه ګړی دخلکوناخوښي اوخپګان دامریکایی نظامی قواوودشتون په هکله په دی هیوادکی دډیریدو په حالت کی دی. دغی منبعی ولیکل :دخلکوناخوښی اومخالفتونه دامریکایی نظامی قواوودشتون په هکله په دی هیوادکی ورځ ترورځه په ډیریدو دي اودخلکومایوسي اوخوابدتیادبیاروغاوني دچاروپه نه پرمختګ کی هم ډیرلوړ دي . دغه ورځپاڼه ولیکل : په دی مورد کی حامدکرزی ددی هیوادجمهورریس دامریکا نه وغوښتل چی پرخپل لړلیداومبارزه کی دطالبانو سره، په دی هکله دسره غور اونوی دریځ دی غوره کړی . سویسی ورځپاڼه ددی مطلب په لیکلوسره چې دافغانستان جمهورریس ددغسي ښکاره ګوت نیوني لږزړه ورتوب لری چې امریکا ته دی داهسي ووایی ،ولیکل : کرزی پدی وروستیو کی دخپل ویاند په وسیله دایی وویل او اعلام وکړچې امریکا اودهغه ایتلافي ملګري باید دطالبانو سره په مبارزه کی پریوي نوي لړلیداودریځ باندی دی دسره غوروکړي . دغه ورځپاڼه ولیکل: يوازی کرزی ندی چی ددغسي ډیریدونکو مخالفتونو اوخوابدتیا،چې دهر ورځ په تیریدوسره دخلکوپه منځ کی ډیریږی په زغم کی دي ،بلکی واشنګتن هم دافغانستان دخلکوپه منځ کی دامریکی سره دمخالفتونو دډیریدو له کبله په زغم کی دی .
دامریکی دولت په خاصه علاقه مندی سره هڅه کوی اوغواړي چې افغانستان دیوي دموکراتیکی کړنلاري دسرلیک(عنوان) اودیوی طرحي په وسیله وسیمی (منطقي) ته اوپه خاص ډول عراق ته یي وروښیي،مګرڅوهفتی نورددی هیواد وپارلمانی ټول ټاکنی ته پاته دی ، چې دموضوع اصلی اوواقعی څیره به بل ډول وښیی . نوي زوريخر سايتونگ دموضوع په اړه ولیکل :افغانستان دطالبانودرژیم دراپریوتواونسکوریدونه دیود وینو ډک دوبۍ شاهیددی اودخاشخاشوکښت په دی هیوادکی نجومی شمیر ته رسیږی . په دی وروستیوکی په یوه معتبره امریکایی خپرونۍ کی په جدي توګه ولیکل سواووي ویل چې افغانستان به ژر پدی نږدیوکی دعراق په برخه لیک(سرنوشت) اخته سی په تیرودرومیاشتوکی (۴۵) تنه امریکایی سربازان اوپه سل ګوني دافغانستان امنیتي ساتوونکی اوسربازان وژل سوی دي . سویسی ورځپانه ددی مطلب په درجولوسره چی دطالبانودرژیم درانسکوریدووروسته دڅلوروکلونوپه ترځ کی په افغانستان کی ستربدلونه رامنځته شو یدي ولیکل : مګر ددی ټولو په وړاندی ډیر مشکلات اوپرابلمونه شته دی چې هغه هم ډیر خطرناکه دی . نوي زوريخر سايتونگ په خپل سرلیک کی،دسولي دساتندیونړیوالو قواوواودافغانستان دنظامی قواووناکامی،دمخدره توکودمافیا اودمخدره توکودقاچاقچیانو اودغلاګانواوغلو په مخنیوی کی ،د غلواوخلک تښته ونکی ګروپونوسره په مبارزه کی،اوددوامداره مطلق پقراولوږه چې داد هیوادداکثریتو وګړوپه منځ کی دعمده اومهمومشکلاتواوموجودوپرابلمونو څخه په افغانستان کی کڼل کیږی په خپل سرلیک کی یی راوړي دي . دغه ورځپاڼه ولیکل : پسله ددغی خبرداعلامه ولو،چې امریکایی سربازانود"گوانتانامو" په زندان کی دقرانکریم په مقابل کی بی احترامی کړیدی امریکایی ضد روحیه اوضد حالت په افغانستان کی ډیرشوی دی ،اودطالبانوپه هکله چی تل ددوي دله منځه وړولو خبري کیدلي ،دنورواسلامی ګروپونوپه ملاتړسره دوباره ډیر قدرت یی پیداکړیدی . سیاسی کړی اوسیاسی څارونکی له دی درکه سخت په زغم کی دي اوددی شاهیددي چې افغانستان دمقناطیس په شان دافراطی اسلامی ګروپونودجذبولو اوکشولوپه ځای تبدل سویدی .
وروستني چاودونه چې دقندهارپه یومسجد کی ترسره شواو (۲۰) شل تنه په هغه کی ووژل سول ،بیله کوم بل تردیده دادالقاعیدي کاروو. آمريكايي سربازان چې دافغانستان ا و پاكستان په پلوکی پراته دي اوسنګرونه يي نیولي دي،تاییده وي یه چې بهرنۍ ټروریسټان ،دپاکستان له لوري افغانستان ته وردننه کیږی اووروسته دعملیاتو اوورانکاریونه بیله هیڅ مشکله بیرته پاکستان ته ورګرځی اوراځی . یوامریکایی نظامی لوړپوري چارواکي هم وویل: چې ددغو خلکو اکثریت یي چیچیان ،پاکستانیان اویا دعربی هیواونوڅخه دی. كرزي ،پاكستان پدی متهمه كوي چې ټروريستا ن په خپله خاوره کی ساتي. کره کتوونکی اوګوت نیوونکی ،دامریکادولت دهندوکش ددغوټولوناآرامیوجوړه ونکی اوددی پیښوترشا بولي اوپه دی هکله په ټینګه وایی چې واشنګتن دعراق په خاطر افغانستان یی هیر کړیدی . دافغان اولس مشركرزي په دی هکله ،پدی عقیدی دی چی دتروریزم دماتی اودبری برخه لیک په افغانستان کی به وټاکل سی ،نه په عراق کی .
دانټرنیټ دمنابعو څخه ژباړه
July 24th, 2005


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها